انصار: ( د تله ۲۸مه)، د نيوزیلېنډ ښځينه کرېکټ ملي لوبډلې ۲۰ اوره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې خپلې سیالې ویسټانډيزې لوبډلې د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده.
دا لوبه جمعه د اکټوبر پر ۱۸مه په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې وشوه.
د لوبې ټاس نیوزیلېنډۍ لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپوهنه وکړه چې د جورجیا ۳۳، سوزي ۲۶، ایسابیلا ۲۰ او برووک هالیډې ۱۸ منډو پر مټ ۱۲۹ منډې هدف وټاکه او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
په توپاچونه کې د یادې لوبډلې لپاره ایدېن درې، امېلیا دوه، فران، لي تاهوها او سوزي بېټس یوه-یوه وېکټه واخیسته.
د نیوزیلېنډ دیندرا د ښې ځلېدنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه او جایزه یې واخیسته.
بلخوا د ویسټانډيز دیندرا ۳۳، افې فلېچر ۱۷، هېلي ۱۵ او سټافېني ۱۳ منډې وکړې او بایلونکې شوه.
په توپاچونه کې د ویسټاېنډيز دیندرا څلور، فلېکچر دوه، کرېشما او الیا یوه-یوه وېکټه واخیسته.
نوموړې لوبډلې په روان جام کې درې لوبې وګټلې او دوه نورې یې سوېلي افریقا نیوزیلېنډ ته وبایللې.
د یادونې ده چې د نوموړي جام پایلوبه به د اکټوبر پر ۲۰مه سوېلي افریقا او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال کرېکټ لوبغالي کې وشي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33975